بانک سوالات پشتو صنف دهم

تعداد سوالات : 200

1 : د « جنجال » جمع بڼه په نښه کړی:

1- جنجالیان

2- جنجالیانونه

3- جنجالان

4- جنجالونه

2 : «پاڅون » لغت مترادفه بڼه عبارت ده له:

1- قیام

2- دریدل

3- ناری وهل

4- منده کړل

3 : د یو هیواد ټول اوسیدونکی د هغه هیواد نفوس بلل کیږی د پورتنی جملی ډول په نښه کړی:

1- قسمیه

2- تعجبی

3- خبری

4- پوښتنی

4 : «زمونږ په کورنی نارینه او ښځو ټولو تذکری اخیستلی دی» د پورتنی جملی ډول په نښه کړی:

1- قسمیه

2- خبری

3- تعجبی

4- پوښتنی

5 : «څه ورپنا – څه غرپناه » دی جملی ته څه ویل کیږی:

1- منظوم متل

2- اصطلاح

3- محاوره

4- منثور متل

6 : لاندی متل د شکل له مخی ونوموی: « خپله السه ، ګله السه»

1- منظوم متل دی

2- نابشپړه جمله ده

3- منثور متل دی

4- محاوره ده

7 : «چې تګ دې په غره دی – ناستی دې په څه دی دی » جملی ته څه ویل کیږی:

1- منظوم متل

2- اصطلاح

3- محاوره

4- منثور متل

8 : د « اړودوړ » لغت سمه معنا په نښه کړی:

1- ضرورتم

2- اغتشاش

3- غوره کول

4- ابدات

9 : د پښتو لرغونی دوره د کوم شاعر د تر لاسه شوی شعر څخه پیل کیږی:

1- رحمن بابا

2- امیر کړوړ

3- سروانی

4- غرغښت

10 : د « امتیاز » لغت سمه معنی عبارت ده له:

1- غیرت

2- غورمال

3- غوره والی

4- ګڼه

11 : انسان تر ګل نازک ترکانی سخت دی:

1- طباق

2- المربع

3- غلو

4- توشیح

12 : د مستی مطرب سور کنی د ورک نومی ماتم - هر آغاز د انجام زیری هر ژوندون د مرګ آغاز دی په پورتنی بیت کی کوم ډول معنوی ادبی صنعت ادبی موجود دی په نښه یی کړی:

1- طباق

2- توشیح

3- تضمین

4- المربع

13 : هغه ادبی صنعت چی یو څوک یو مطلب یو ځل څرګند کړی او بیا وروستی جمله یا نیم بیتی کی یو خاص غرض لپاره خپله خبره باطله کړی اوله خپل مطلب څخه وګړځی د دغه شان ادبی صنعت نوم په نښه کړی:

1- لف و نشر

2- مراعت النظیر

3- رجوع

4- حسن تعلیل

14 : د عبدالرحمن پژواک د زوکړی کال په نښه کړی:

1- 1087 هـ ش

2- 1197 هـ ش

3- 1297 هـ ش

4- 1997 هـ ش

15 : «دنیا نولس ده چا هم نه ده شل کړی» دی جملی ته څه ویل کیږی:

1- محاوره

2- منثور متل

3- منظوم متل

4- اصطلاح

16 : «دښو غوښو ښه ښو روا دی» دی جملی ته څه ویل کیږی:

1- منثور متل

2- منظوم متل

3- محاوره

4- اصطلاح

17 : «که غر لوړ دی پر سریی لاره لری» دی ته څه ډول جمله ویل کیږی:

1- اصطلاح

2- منثور متل

3- محاوره

4- منظوم متل

18 : د نشه یې توکو یو زیان دا دی چې د زړه تکان زیاتوي . د پورتنی جملی ډول په نښه کړی:

1- خبري

2- پوښتنی

3- تعجبي

4- قسمیه

19 : «او هو! چلم هم څکې» د پورتنی جملي ډول په نښه کړی:

1- تعجبی

2- خبری

3- پوښتنی

4- قسمیه

20 : هغه ادبی صنعت چی شاعر پخپل شعر کی یوې تاریخی پیښی حکایت کړی وی په کوم نوم یادیږی:

1- طباق

2- تجنیس

3- رجوع

4- تلمیح