بانک سوالات پشتو صنف دهم

تعداد سوالات : 200

161 : هغه ادبی صنعت دی چی د شعر په یو بیت کی دری یا زیاتی داسی کلیمی راشی چی په لیک او لوست کی ټولی سره یوسی او یا سره ورته او په معنا کی سره بیلی وی؟

1- تضمین

2- قلب

3- تجنیس

4- ترصیح

162 : په لاندی کلیمو کی یوازی هغه کلیمه په نښه کړی چی په جمله فعل واقع کیږی؟

1- ژر ژر

2- تاسو

3- ولولی

4- هره ورځ

163 : د حمزه شینواری له آثارو څخه دی؟

1- تجلیات محمدیه

2- د غیرت چیغه

3- ژوند او یون

4- د خیبر وږمی

164 : د دوو او یا زیاتو خپلواکو کلیمو تولګه ده چی برخی یی یو د بل ګرامری اړیکی لری؟

1- ترکیب

2- لیک

3- نحوه

4- ژبه

165 : هغه نثری کتابونه چی د لسمی هجری پیړی په اوږد کی لیکل شوی دی په نښه کړی؟

1- مخزن الاسلام، خیرالبیان

2- تذکرة الاولیا او پښتانی شعرا

3- بوستان، پټه خزانه

4- سالو وږمه، ټکور

166 : د «سالو وږمه» لیکوال څوک دی؟

1- شیخ متی

2- ابو محمد هاشم سروانی

3- شیخ حمید

4- هیڅ یو

167 : پښتو ادات په څو ډولونو پیژندل شوی دی؟

1- څلور

2- دوه

3- دری

4- پنځه

168 : هغه کلیمه چی ده سرچپه کولو په معنی ده په نښه کړی؟

1- آسمان

2- قلب

3- تضمین

4- قتلب

169 : د «روغ» کلیمی ګرامری نوم په نښه کړی؟

1- صفت دی

2- فعل دی

3- اسم دی

4- ضمیر دی

170 : فعل د زمانی په لحاظ پر څو ډول دی؟

1- 6

2- 4

3- 5

4- 3

171 : د «پیر زوینه» لغت سمه معنا په نښه کړی؟

1- غوښتنه

2- لورینه

3- پخلاینه

4- بریالیتوب

172 : «کاشکی ولاړ شم! » څه ډول جمله ده؟

1- تعجبی

2- پوښتنی

3- ټینګاری

4- تمنایی

173 : د «بیلګه» لغت سمه معنی په نښه کړی؟

1- نوم

2- بیلول

3- بیلتون

4- نمونه

174 : هغه نوم چی یو څیز نوموی په نښه کړی؟

1- شمیر نوم

2- عام نوم

3- مفرد نوم

4- جمع نوم

175 : هغه کلیمه چی د فعل د پیښیدو څرنګوالی ښیی په نښه کړی؟

1- ضمیر

2- اسم

3- قید

4- فعل

176 : د پښتو ادبیاتو لومړی دوری ته کوم نوم ورکړ شوی دی، په نښه کړی؟

1- منځنی دور

2- لرغونی دوره

3- کلاسیک دوره

4- معاصره دوره

177 : د نظم او نثر کوم یوه تاریخ په پښتو ژبه کی لرغونی دی؟

1- نظم

2- شعر

3- نثر

4- سجع

178 : د «جرګه مار» لغت سمه معنا عبارت ده له؟

1- جرګه کونکی

2- جرګه ماتونک

3- جرګه کونکئ

4- جرګه کونکۍ

179 : «غوندی» له څه ډول اداتو خڅه دی؟

1- اضافت

2- ارتباطی

3- عطف

4- تشبیهی

180 : د پښتو ژبی لومړی زوړ بشپړ ترلاسه شوی کتاب په نښه کړی؟

1- غرغښت نامه

2- سالو وږمه

3- دستار نامه

4- خیرالبیان