21 : د «توپیر» لغت سمه معنی عبارت ده له ؟
1- توکم
2- فرق
3- اندازه
4- توانا
22 : «دا سوی ستی وطن پریږدی چې لږوخاندي *** دغه غیرتی وطن پریږدی چی لږ وخاندي» په دې بیت کې ردیف نښه کړئ؟
1- وطن /وطن
2- نتلی / غیرتی
3- وخاندی/ پریږدی
4- وطن پریږدی چی لږ وخاندی
23 : « همه واړه نیک کردا دی *** امینان دی وفادار دی «په پورتنی بیت کې د قافیه کلمه په نښه کړی؟
1- کردار/ و فادار
2- نیک / امینان
3- واړه / همه
4- دی /دی
24 : «داوطن دی ځان زموږ *** دا وطن ایمان زموږ » په پروته بیت کې دقافیې کلیمې په نښه کړئ؟
1- زموږ، زموږ
2- خان، ایمان
3- دا، دا
4- وطن، وطن
25 : د «مظلوم» لغت ضد معنی عبارت ده له:
1- ظالم
2- ظلم
3- ناتوان
4- بیوزلی
26 : «دا وطن دی ځان زموږ *** دا وطن ایمان زموږ » په پورته بیت کې ردیف په نښه کړئ:
1- دا، دا
2- وطن، وطن
3- زموږ، زموږ
4- ځان، ایمان
27 : «تویول دوینو شر او پیغور وي *** شرمنده ذلیل سرټیټی ظلم و زور وي » په پورتني بیت کې دقافیې کلیمې په نښه کړئ:
1- پیغور، زور
2- شرم، ظلم
3- وي، وي
4- تویول، ذیلیل
28 : «سړیتوپ وي محترم په هر لباس کې *** په زري جامو کې وي که په کرباس کې » په پورته بیت کې ردیف په نښه کړئ:
1- لباس، کرباس
2- وي، وي
3- په، که
4- کې، کې
29 : د «روڼ» لغت سمه معنی عبارت ده له:
1- روښانه کول
2- روښانه
3- روښانول
4- رڼول
30 : د «وړکه» لغت سمه معنی عبارت ده له:
1- کوچنیان
2- ورکړه
3- نصحیت
4- برخه
31 : د لاندې څلورو نومونو څخه یوازې مفرد نوم په نښه کړئ:
1- بزګران
2- ملګری
3- پلویان
4- دوبیان
32 : د « پور» لغت جمع بنه عبارت ده له:
1- پورانیان
2- پوران
3- پوزیان
4- پورونه
33 : «چې په خپله پوهه نه وي ښه هغه دی *** چې ده بل سړی به پله پسې روان شي »
1- روان، ایمان
2- شي، شي
3- سړی، بخری
4- خپله، پوهه
34 : د بډایه مفرد مذکر بڼه په نښه کړئ:
1- بډای
2- بډایان
3- بډایی
4- بډاي
35 : «لا منو» کلیمه څو هیجا وی تری:
1- څلور
2- یوه
3- دری
4- دوه
36 : د «ور» کلیمه څو هیجاوې لري:
1- دوه
2- دری
3- څلور
4- یوه
37 : د «سترګه» جمع په نښه کری:
1- سترګان
2- سترګونه
3- سترګی ونه
4- سترګی
38 : د «سوګند» لغت سمه معنا په نښه کړئ:
1- مو
2- وعده
3- قسم
4- سو قصد
39 : د «پند» لغت سمه معنا په نښه کړئ:
1- مصاحت
2- انتظار
3- مرسله
4- نصیحت
40 : که دیو بیت هره مسره «نیم بیتي» قافیه ولري نو دا بیت به نه څو دورو څخه جوړ وي:
1- یو
2- درې
3- دوه
4- څلور