321 : د عبدالقادر خان خټک زوکړی کال په نښه کړی؟
1- 1050 هـ ق
2- 1063 هـ ق
3- 1010 هـ ق
4- 1945 هـ ق
322 : «نه تل بهار وی نه تل خزان وی هستی نیستی شی نیستی هستی شی» د پورته بیت معنوی ښایست په نښه کړی؟
1- طباق
2- تجنیس
3- توشیح
4- تضمین
323 : د «اغیزناک» لغت سمه معنی عبارت ده له؟
1- پیل
2- تأثیر لرونکی
3- آغاز
4- اغیز
324 : هغی غونډی ته ویل کیږی چی د ځانګړو قومی، ولسی او ملی مسایلو د حل او څیړولو لپاره جوړیږی؟
1- مرکه
2- جرګه
3- میله
4- جلسه
325 : په لاندی کلیمو کی فعل په نښه کړی؟
1- غوړول
2- پورته
3- ریښتینی
4- کاږه
326 : د «د ښوونکی لاس» په دی عبارت کی څه ډول ادات راغلی؟
1- تشبیهی
2- ملکی
3- اضافت
4- عطف
327 : د پښتو ژبی لومړنی نثر لیکونکی څه نومیږی؟
1- محمد داود هوتک
2- ګل پاچا الفت
3- ابو محمد هاشم
4- پیر روښان
328 : د کلیمو د بیلابیلو ډلونه له یو ځای کیدو څخه شی جوریږی؟
1- ادات
2- توری
3- جمله
4- کلیمه
329 : د «ډیر» ضد کلیمه په نښه کړی؟
1- څه نا څه
2- زیات
3- لږ
4- منځنی اندازه
330 : په ژبه کی هغه خوږی خبری یا لنډی ویناوی دی چی د ټولنیز په لړکی رامنځته شوی وی په نښه کړی؟
1- متلونه
2- ګړنی
3- مجاوری
4- اصطلاحات
331 : د کوم کال وروسته تذکرة الاولیا لیکل شوی دی؟
1- 612 هـ ق
2- 512 هـ ق
3- 182 هـ ق
4- 712 هـ ق
332 : د خیر البیان په مقابل کی کوم کتاب لیکل شوی دی؟
1- فرحنامه
2- معرفت
3- مخزن الاسلام
4- شریعت
333 : «نښانه د خدای د قمر ید حاکم دی – چی هیڅ انصاف نلری ظالم دی» د پورته بیت شاعر په نښه کړی؟
1- حمید مومند
2- عبدالقادر خان خټک
3- بایزید روښان
4- بیټ نیکه
334 : امیر حمزه شینواری چیرته خاورو ته وسپارل شوی دی؟
1- لواړګی
2- اټغر
3- لنګر کوت
4- اټک
335 : د «فکر» لغوی معنی په نښه کړی؟
1- هڅه
2- ټول سم دی
3- ذهنی بوختیا
4- هاند
336 : تذکرة الاولیا اثر چا لیکلی دی؟
1- پیر روشان
2- سلیمان ماکو
3- اخوند درویزه
4- سلیمان لایق
337 : د جملی هغه برخه ده چی د مبتدا حال څرګندوی؟
1- ساده
2- هیڅ یو
3- مرکب
4- خبر
338 : هغه کلیمه چی په لغت کی مالګه کولو ته وایی په نښه کړی؟
1- تلمیخ
2- رجوع
3- تجنیس
4- طباق
339 : د سعدی بوستان چا په پښتو ژباړلی؟
1- شیدا
2- زرغونه کاکړ
3- نازو انا
4- رحمان بابا
340 : د «لوبغاړی» لغت سمه معنی؟
1- لوبی
2- لوبی کوونکی
3- جمنازیوم
4- ستدیوم