281 : بی له غمه به څه غواری په دنیا څوک / که غافل وی که هوښیار وی که دانا څوک / په پورتنی بیت کی ردیـف پـه نښـه گري:
1- که،که
2- څوک، څوک
3- وی، وی
4- دنیا، دانا
282 : «پیژند پانه» لغت سمه معنی عبارت ده له:
1- شاعران د معرفی کتاب
2- تذکره
3- د نوم ځانگرنی
4- آدرس
283 : د «حمد» لغوی معنا؟
1- ثنا
2- صفت
3- ستاینه
4- ټول سم دی
284 : له هغه څخه د کلمو بیلابیل ډولونه جوړیږی؟
1- کیک
2- ژبه
3- متنونه
4- غږونه
285 : «ترلک زیات پیغمبران دی - څوک نبیان څوک مرسلان دی» د پورته بیت ویناوال په نښه کړی؟
1- خوشحال خان ختک
2- بایزید روښان
3- بیت نیکه
4- حمید مومند
286 : د «افضل» معنا په نښه کړی؟
1- کمال
2- بوښت
3- غوره
4- بیکاره
287 : د یوی جغرافیایی اسټوګن خلک چی ګډ تاریخ، فرهنګ، دودونه او ملی ویاړونه ولری په کوم نوم یادیږی؟
1- نژاد
2- ملت
3- قوم
4- ګرو
288 : د جملی اساسی برخی څو دی؟
1- پنځه
2- څلور
3- دری
4- دوه
289 : د شهباز خان خټک د کړوسی نوم په نښه کړی؟
1- علی خان
2- اشرف خان هجری
3- کاظم خان شیدا
4- کاظم خان شیدا
290 : د پښتو ادب د منځنی یا کلاسیکی دوری د هغه کتاب نوم په نښه کړی چی په پښتو، دری، عربی او هندی ژبو لیکل شوی دی؟
1- خیرالبیان
2- مخزن الاسلام
3- پټه خزانه
4- غرغښت نامه
291 : (چی په تمه د سپروشی - هغه پاتی په میروشی ) څه ډول متل دی؟
1- منظوم
2- منثور
3- 1 او 2 سم دی
4- هیڅ یو
292 : د پښتو ادبی تاریخ په څو دورو ویشل شوی دی؟
1- دوه
2- دری
3- څلور
4- پنځه
293 : «تذکرة الاولیا» د پښتو ادب تاریخ کومی دوری پوری اړه لری؟
1- لرغونی دوره
2- کلاسیکه دوره
3- معاصر دوره
4- ټول غلط دی
294 : « هڅه» لغت سمه معنا؟
1- کوښښ
2- سرعت
3- لایق
4- هوښیار
295 : د «کرکیله» مترادف په نښه کړی؟
1- بزرګی
2- نجاری
3- خیاطی
4- هیڅ یو
296 : د «پلی» لغت سمه معنا؟
1- تطبیق
2- پلو
3- طرف
4- بیل
297 : احمد راغلی، څه ډول جمله ده؟
1- مرکبه
2- امریه
3- ساده
4- هیڅ یو
298 : آخوند درویزه په مسجع نثر کوم کتاب لیکلی دی؟
1- خیرالبیان
2- مخزن الاسلام
3- دسالووږمه
4- پټه خزانه
299 : خیرالبیان تول څو بابونه لری په نښه کړی؟
1- شل
2- دیرش
3- پینځوس
4- څلویښت
300 : «.د ښایست مرغه د خط په برو والوت - د عاشق په زړه یوه نرمه هوا راغله » په پورتنی بیت کی کوم صنعت کارول شوی؟ په نښه کړی.
1- مراعات النظیر
2- عکس او تبدیل
3- طباق
4- لف او نشر